زبور 9 - Pakistani Yousafzai Pashtoنهم زبور د خُدائ پاک د اِنصاف دپاره شُکر ګزارى د سرود مشر دپاره: د حضرت داؤد يو نظم چې په يو قسم ساز کښې د هغۀ د زوئ د مرګ په حقله وغږولے شو 1 زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم. 2 زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم. 3 زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول. 4 تا زما په حق کښې وکړه فېصله، ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې. 5 بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا، د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے. 6 بېکچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى، نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے. 7 خو د تل دپاره مالِک خُدائ به بادشاهى کوى، قائم کړے يې خپل تخت دے او اِنصاف به کوى. 8 او هغه اِنصاف سره په دُنيا عدالت کوى، هغه به په قومونو په اِنصاف سره حکومت وکړى. 9 د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے. 10 څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى. 11 په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے، قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى. 12 هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے. 13 رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه. 14 د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم. 15 قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى. 16 مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره. 17 ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان. 18 حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى. 19 پاڅه، اے مالِکه خُدايه، بنى آدم چې سرکشى ونۀ کړى، د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشى. 20 تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society