زبور 88 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتۀ اتيايم زبور د محلت لعنوت په طرز کښې يو حمد، د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم. 2 زما دُعا دې تا ته درورسيږى، زما ژړا ته غوږ ونيسه. 3 زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے. 4 خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى. او د يو بېوسه کس په شان شوے يم. 5 زۀ په مړو کښې حِساب شوے يم، زۀ لکه د مړو په شان شوے يمه چې په قبر کښې پراتۀ وى، څوک چې به تۀ نور نۀ يادوې، څوک چې ستا د نظر نه اخوا شوے وى. 6 زۀ دې د قبر کندې ته غورزولے يم، تا زۀ تور تيارو ته غورزولے يم. 7 ستا غضب په ما بار شوے دے، او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم. 8 تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى، زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم. ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم. 9 زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم. 10 تۀ د مړو دپاره معجزې کوې څۀ؟ څوک چې مړۀ دى دوئ پاڅېدے شى چې ستا ثناء صِفت وکړى څۀ؟ 11 ولې ستا د ابدى مينې بيان قبر کښې کېدے شى څۀ، يا ستا د وفادارۍ بيان په قبر کښې کېدے شى څۀ؟ 12 ولې په تيارۀ کښې ستا معجزې پېژندے شى څۀ، يا د فنا په مُلک کښې ستا رښتينوالے څوک پېژندے شى څۀ؟ 13 خو زۀ مالِکه خُدايه د مدد دپاره تا ته ژړا کوم، زۀ به هر سحر تا ته سوال زارى کوم. 14 ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم، او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟ 15 زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم. 16 ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے، زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم. 17 ټوله ورځ لکه د سېلاب په شان رانه راتاو وى، په پوره توګه هغۀ زۀ راګېر کړے يم. 18 تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society