زبور 86 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږ اتيايم زبور د حضرت داؤد يوه دُعا 1 اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه، ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم. 2 زما ژوندون وساته ځکه چې ما خپل ځان تا ته پېش کړے دے، هم تۀ زما خُدائ پاک يې خپل خِدمتګار دې بچ کړه چا چې په تا اعتماد کړے دے، 3 په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم، 4 خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے. 5 تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې. 6 زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما ژړا واوره. 7 زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې. 8 اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى. 9 اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى. 10 تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې. يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې. 11 اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، نو زۀ به ستا په حقيقت کښې وګرځم، مطمئن زړۀ ما له راکړه چې زۀ ستا عزت وکړم. 12 اے مالِکه، زما پاکه خُدايه، په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم، زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم. 13 ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم. 14 اے پاکه خُدايه، مغروران په ما حملې کوى، د ظالمانو يوه ډله زما ژوند پسې ګرځى، هغه خلق څوک چې ستا عزت نۀ کوى. 15 خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې. 16 ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه، خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه، د خپلې وينځې زوئ بچ کړه. 17 ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society