زبور 85 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ اتيايم زبور د برکت دپاره دعا د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه. 2 تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې، تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله. 3 تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه، تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه. 4 اے مالِکه خُدايه، اے زمونږه خلاصوونکيه، مونږه په خپل ځائ کړه خپل خفګان زمونږ نه لرې کړه، 5 تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟ 6 ولې تۀ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ؟ چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى. 7 اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه، مونږه له خپل خلاصون راکړه، 8 زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده. 9 بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى. 10 ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى. 11 وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى، صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى. 12 بېشکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى، او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى. 13 صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى، او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society