زبور 84 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلور اتيايم زبور د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت ساز په انداز کښې، د قورح د زامنو يو زبور 1 ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه، 2 روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى. 3 چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے، طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده، ستا د قربانګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه، 4 بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى، دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى. 5 بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے، چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى، 6 کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى، دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى. د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى. 7 د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى، تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى. 8 اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره، اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه. 9 زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته، خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه. 10 ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم. 11 خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى. 12 اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society