زبور 83 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرې اتيايم زبور د اِسرائيل د دشمنانو خلاف دُعا يو حمد، د حضرت آسف يو زبور 1 پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه. 2 وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى. 3 ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى، تۀ چې چا سره مينه کوې د هغوئ خلاف منصوبې جوړوې. 4 دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“ 5 په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى. 6 په هغوئ کښې دا قومونه شريک وُو ادوميان او اِسمٰعيليان، موآب او هاجريان، 7 جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان. 8 تر دې چې اسوريان ورسره هم يو ځائ شوى دى، او خپل طاقت يې د لوط اولاد سره رايوځائ کړے دے. 9 کوم کار دې چې د ميديانيانو سره کړے وو د دوئ سره يې هم وکړه، لکه څنګه چې تا د سِسيرا او د يابين سره د قيسون درياب په غاړه کړے وو، 10 څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو. 11 د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه، او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه، 12 دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“ 13 اے پاکه خُدايه زما، هغوئ لکه د خر بوټى په شان سپک کړه، او لکه د بوسو دوئ د باد په وړاندې والوځوه، 14 لکه څنګه چې اور ځنګل سوزوى، او لکه شُغلې چې غرونه لمبه کوى، 15 نو په خپل زورَور باد سره دې هغوئ په مخه واخله، او هغوئ په خپل طوفان سره ويروه. 16 تۀ هغوئ په شرمونو وشرموه، نو مالِکه خُدايه، ترڅو چې خلق ستا د نوم لټون وکړى. 17 هغوئ دې د تل دپاره وشرميږى چې ويريږى. او هغوئ دې د شرم په حالت کښې مړۀ شى. 18 تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society