زبور 82 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه اتيايم زبور د اِنصاف کولو دپاره دُعا د حضرت آسف يو زبور 1 خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى، 2 ”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟ 3 د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ، او د حاجتمندو او بېوسو د حق سره اِنصاف کوئ. 4 کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“ 5 ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى. 6 ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ. 7 خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ، تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“ 8 پاکه خُدايه، راپاڅه، د دې زمکې عدالت وکړه، ځکه چې ټول قومونه ستا ميراث دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society