زبور 81 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو اتيايم زبور سرکشه اِسرائيل ته د مالِک خُدائ عرض کول د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت د ساز په مطابق، د حضرت آسف يو زبور 1 خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ 2 سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ. 3 د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى. 4 دا د بنى اِسرائيلو دپاره اصُول دے، او د يعقوب د خُدائ پاک قانون دے. 5 هغۀ د يوسف دپاره يو قانون جوړ کړو، چې کله هغه د مِصر په خلاف راووتو. چرته چې مونږ نا آشنا آواز واورېدلو چې پرې نۀ پوهېدلو. 6 هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل. 7 تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو. 8 زما غوره شوو خلقو ما ته غوږ ونيسئ تاسو ته خبردارے درکوم، کاش چې تاسو اے بنى اِسرائيلو، ما ته پام وکړئ. 9 ستاسو په مينځ کښې دې غېر معبودان نۀ وى. تاسو چرى هم بل معبود ته سجده ونۀ کړئ. 10 زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم. 11 خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى. 12 نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى. 13 کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى، او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى، 14 نو څومره زر به بيا ما د دوئ دشمنان تباه کړى وے، او د دوئ د دشمنانو خلاف به ما خپل لاس اوچت کړے وے. 15 څوک چې مالِک خُدائ سره کينه لرى د هغۀ په وړاندې به د يرې نه په رپېدو پرېوځى، د هغوئ سزا به د تل دپاره وى. 16 خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society