Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 80 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتيايم زبور د اِسرائيل د بحالۍ دپاره دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د لوظ د نيلوفر د ګلونو د ساز سره، د حضرت آسف يو زبور

1 اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه

2 د اِفرائيم، بنيامين او د منسى په وړاندې خپل قدرت دې څرګند کړه. او زمونږ د خلاصون دپاره راشه.

3 پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.

4 اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى، او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟

5 تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل، او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.

6 تا مونږ د خپلو ګاونډيانو د خندا کړُو، او زمونږ د دشمنانو دې مونږ د مسخرو کړُو.

7 ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.

8 تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.

9 تا د دې دپاره زمکه ښۀ تياره کړه، او جرړې يې وکړې او زمکه يې ډکه کړه.

10 ټول غرونه د دې په سورى کښې پټ شول، او لوړ او قوى دِيار او هم د انګور څانګې په کښې پټې شوې.

11 څانګې يې د سمندر پورې خورې شوې، او د فرات د سيند پورې يې ځېلۍ خورې شوې.

12 تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول، د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟

13 ځنګلى خنزيران دا تباه کوى، او ځنګلى ځناور په کښې څرن کوى.

14 اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ ته راوګرځه، د آسمان نه لاندې راوګوره، او خپل د انګور بوټے دې وګوره،

15 هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.

16 ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے. او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.

17 ستا ښے لاس دې ستا په ښى طرف خلقو باندې وى، د بنى آدم زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.

18 نو داسې به بيا مونږ کله هم تا نه وانۀ وړُو. مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.

19 اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan