Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 8 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتم زبور د خُدائ پاک جلال
د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

1 اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے، پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.

2 تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.

3 زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،

4 انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟

5 تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.

6 تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.

7 کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان، او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.

8 کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې، يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.

9 اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan