زبور 79 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم اتيايم زبور د حضرت آسف يو زبور 1 اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے. 2 هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول، او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې. 3 هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه، او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى. 4 مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بېعزتى مو کوى. 5 ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟ 6 خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى، هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى، 7 ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے. 8 مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه، په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى، ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو، 9 زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه. 10 غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“ زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه، چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو. 11 د قېديانو فرياد په خپله واوره، په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه. 12 اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے، 13 نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو، او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society