Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 76 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږ اويايم زبور
د موسيقۍ د مشر دپاره: د رباب د تارونو سره، د حضرت آسف يو زبور، يو حمد

1 خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.

2 د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.

3 هلته هغۀ د اور غشى مات کړل، ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.

4 تۀ نُور او جلال لرې، د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې.

5 د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.

6 ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.

7 صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟

8 کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه. نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه

9 اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې، چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.

10 ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.

11 مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،

12 هغه حاکمان عاجزان کوى، او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan