زبور 75 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ اويايم زبور د خُدائ پاک عدالت کول د سرود مشر دپاره: د آسف يو زبور چې په ساز کښې وغږولے شو مۀ تباه کوئ 1 مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى. 2 تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم. 3 کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى، خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى. 4 مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى، او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى، 5 خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ، او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“ 6 هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى. 7 خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى. 8 د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده، چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده، هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى. 9 خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم، زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم. 10 مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم، خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society