زبور 74 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلور اويايم زبور د حضرت آسف يو سرود 1 اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟ 2 هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے، د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې. 3 د هغوئ په دائمى کنډرو کښې خپل قدم کېږده، ځکه چې دشمن ستا په عبادتخانه کښې هر څۀ تباه کړى دى. 4 ستا په عبادتګاه کښې ستا دشمنانو چغې وهلې دى، او دوئ هلته خپلې د فتحې جنډې لګولې دى. 5 دوئ د هغه کسانو په شان ښکارى چا چې خپل تبرُونه اوچت کړى وى چې په هغوئ د ټولو نه غټې ونې راوغورزوى. 6 هغوئ ستا د عبادتګاه ټولې د ګُلکارۍ تختې په خپلو تبرُونو او ترښځو سره ورانې کړې. 7 ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو، او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بېحرمته کړو. 8 او هغوئ په خپلو زړونو کښې وائى چې، ”مونږ به دوئ بلکل چخڼى کړُو.“ دوئ هغه ټول ځايونه وسوزول کوم ځائ به چې د خُدائ پاک عبادت کېدو. 9 مونږ نۀ معجزه وليده او نۀ راسره پېغمبر پاتې شو، او په مونږ کښې هيڅ څوک په دې نۀ پوهېدو چې دا حالت به کله ختم شى. 10 اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بېحرمتى کوى؟ 11 تا ولې خپل زورَور ښے لاس استعمال نۀ کړو؟ نو خپل لاس او قدرت دې راڅرګند کړه او دوئ برباد کړه. 12 خو پاکه خُدايه د ازله تۀ يې بادشاه زما، زمکې له راوړے خلاصون دے تا. 13 تا په خپل قدرت سره سمندر په مينځ جدا کړو، د غټو بلاګانو سرونه دې په سمندر کښې مات کړل. 14 تا د سمندرى بلاګانو سرونه مات کړل، او د صحراګانو په ځناورو دې د دوئ غوښې وخوړې. 15 تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل. 16 ورځې دى کۀ شپې دى دواړه ستا دى، نمر او سپوږمۍ تا په خپل ځائ مقرر کړى دى. 17 تا په خپله د زمکې ټول سرحدونه مقرر کړل، تا دواړه د ګرمۍ او يخنۍ موسمونه پېدا کړل. 18 مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله، 19 د خپلې ګوګوشتکې ژوند ځناورو ته مۀ حواله کوه او د خپلو مظلومانو ژوند د تل دپاره مۀ هېروه، 20 د خپل لوظ احترام کوه، ځکه چې د زمکې ټول تيارۀ ځايونه د ظلم نه ډک دى. 21 مظلومان مۀ پرېږده چې دوباره شرمنده شى، مسکينان او غريبانان دې ستا د نوم ثنا خوان شى، 22 راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه، راپه ياد کړه چې څومره بېوقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله، 23 د خپلو مخالفو نعرې ياد ساته، د خپلو دشمنانو شور چې هر وخت چغې وهى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society