Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 73 - Pakistani Yousafzai Pashto


درې اويايم زبور د حضرت آسف يو زبور

1 خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.

2 خو څومره چې زما په متعلق خبره وه تقريباً پښې مې ښوئېدو ته نزدې شوې وې، نزدې وه چې زمکه مې د پښو نه تښتېدلے وے.

3 نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.

4 هغوئ هيڅ قسمه تکليف نۀ لرى، او د هغوئ وجود صحتمند او قوى وى.

5 او د نورو خلقو غوندې هغوئ په تکليف کښې نۀ دى، او د نورو خلقو غوندې په سختو او کړاونو کښې نۀ دى.

6 ځکه د دوئ غاړه د فخر اميل دے، او دوئ د شرارت جامې اغوستې دى.

7 د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.

8 د خلقو بې‌عزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى، په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.

9 د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى، او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.

10 نو په دې وجه د خُدائ پاک د غوره شوو خلقو هم دوئ ته پام شو، او د هغوئ خبرو منلو ته ليواله شو.

11 دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“

12 دا بدکاران وګورئ دغه شان وى، چې ژوند يې په آرام وى مال دولت يې زياتيږى.

13 نو بيا ما هسې خپل زړۀ پاک ساتلے دے، او ځان مې هسې د ګناه نه بچ ساتلے دے.

14 زۀ به ټوله ورځ کړېدلم، هر سحر به وهلے کېدلم.

15 کۀ چرې ما داسې وئيلے، نو ما به ستا د بچو هم شېطانت کړے وو.

16 کله چې ما پرې د پوهېدو کوشش وکړو، نو دا کار ما ته سخت ښکاره شو.

17 ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک مقدس ځائ ته ورننوتم، نو بيا زۀ د بدکارانو د اَنجام نه خبر شوم.

18 تا بې‌شکه چې هغوئ په ښوئېدونکې زمکه ودرولى دى، هغوئ تا د بربادۍ کندې ته ښکته غورزولى دى.

19 ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،

20 لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.

21 نو کله چې زما زړۀ خفه وو، او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.

22 زۀ څومره بې‌احساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بې‌عقله ځناور په شان ښکاره کېدم.

23 خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.

24 د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.

25 په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

26 کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.

27 څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى، او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.

28 خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan