زبور 72 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه اويايم زبور د حضرت سليمان دُعا 1 اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه. 2 هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى. 3 غرونه به خلقو ته آبادى راولى، غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى. 4 او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى. 5 ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى، ټول خلق به تا نه يريږى، نسل در نسل به دا جارى وى. 6 نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى، لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى. 7 د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى، ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى. 8 هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى. 9 د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى، د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى. 10 هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى. 11 ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى، ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى. 12 هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى، او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى. 13 په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى، او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى. 14 هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى، د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى. 15 د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى، خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى، او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى. 16 غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى، تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى. د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى، لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى. 17 د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى، 18 ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى، څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى. 19 د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين. 20 دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده، څوک چې د يَسى زوئ دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society