زبور 7 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوؤم زبور د اِنصاف دپاره دُعا د حضرت داؤد يو نظم، کوم چې هغۀ د بنيامين قبيلې کوش په حقله مالِک خُدائ ته وئيلے وو 1 اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې، د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى، 2 ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى. 3 اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، کۀ ما د اِنصاف نه کار اخستے نۀ وى، 4 کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى، 5 نو بيا دې دشمن راپسې شى ما دې ووهى. ما دې پرېږدى بېعزتۍ سره په خاورو کښې. 6 اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله. 7 راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته، د خپل عرش نه په هغوئ بادشاهى وکړه. 8 مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى. تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بېګناه يم، اے لويه خُدايه. 9 ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې. 10 هغه خُدائ تعالىٰ خو زما ډال دے، بچ کوونکے چې د زړونو صادقانو دے. 11 خُدائ پاک صادق اِنصاف دار دے، بدکارو ته هره ورځ په قهر وى. 12 کۀ څوک چرې په خپله توبه نۀ کړى، خُدائ به خپله تُوره ورته تېره کړى، نو ليندې ته به لاس پورته کړى. 13 کړى هغه به تياره وسله تباه کوونکى، او وُلى به خپل غشى بلېدونکى. 14 څنګه د بدو منصوبې جوړوى، بدعمله خلق ګوره د مصيبت نه هغوئ ډک وى او فريب کاره. 15 هغوئ د بل د غورزېدو دپاره ډوبه کنده تياروى په هم دې کنده کښې به په خپله ورغورزيږى. 16 کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى، هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى. 17 شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society