Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 69 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو کم اويايم زبور د مدد غوښتلو دپاره دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د نيلوفر د ګل د ساز په مطابق، چې حضرت داؤد ليکلے وو

1 اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.

2 زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.

3 مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.

4 څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بې‌سببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.

5 اے پاکه خُدايه، تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌وقوفه يم، او ستا نه پټ نۀ دى زما ګناهونه.

6 اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه څوک چې په تا باندې توکل کوى، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى څوک چې ستا لټون کوى. اے د بنى اِسرائيل خُدايه، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى.

7 ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.

8 تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.

9 ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.

10 کله چې زۀ ژاړم او روژه ونيسم، نو دوئ په ما پورې خندا کوى.

11 کله چې زۀ د ټاټ جامې واچوم نو دوئ په ما پورې خندا کوى.

12 په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى، شرابيان مې په بې‌عزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.

13 خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره، په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.

14 ما په خټو کښې د ډوبېدو نه بچ کړه، څوک چې رانه نفرت کوى د هغوئ نه ما بچ کړه، او د ژورو اوبو نه مې رابهر کړه.

15 زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده، په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده، او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.

16 اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.

17 د خپل بنده نه دې مخ مۀ پټوه، په سختۍ کښې راګېر يمه دُعا مې زر قبوله کړه.

18 ما له نزدې راشه او په قيمت مې واخله، ما د خپلو دشمنانو د لاس نه خلاص کړه.

19 تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌عزته شوم او څومره وشرمولے شوم، زما ټول دشمنان ستا په وړاندې دى.

20 ډېرې بې‌عزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.

21 د روټۍ په ځائ يې زهر راله راکړل، د اوبو په ځائ سرکه يې راله راکړه.

22 د هغوئ دسترخوان دې د هغوئ دپاره جال او دام شى، او د هغوئ مال دولت دې ورته دام وګرځى.

23 سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.

24 تۀ دې خپل قهر په هغوئ نازل کړه، او ستا هيبتناکه غصه دې هغوئ راګېر کړى.

25 د هغوئ کورونه دې وران شى، د هغوئ په خېمو کښې دې د اوسېدو هيڅ څوک پاتې نۀ شى.

26 چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.

27 هغوئ سره د ټولو ګناهونو ذره ذره حساب وکړه، او په خپل خلاصون کښې ورته برخه مۀ ورکوه.

28 د هغوئ نومونه دې د ژوندون د کِتاب نه لرې شى، د صادقانو په شمېر کښې دې حساب نۀ شى.

29 په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده، اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.

30 زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.

31 دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى، د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.

32 مظلومان چې دا ووينى نو ډېر به خوشحاله شى، څوک چې د خُدائ پاک لټون کوى نو هغوئ به هم ډاډه شى.

33 ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.

34 اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ، سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.

35 خُدائ به صيون بچ کړى او دوباره به د يهوداه ښارونه آباد کړى، نو خلق به هغه ځائ کښې اوسيږى او دوئ ته به يې په ميراث کښې ورکړى.

36 د هغۀ د خِدمتګارانو اولاد ته به يې ميراث کښې ورکړى، هغوئ به په کښې اوسيږى څوک چې د هغۀ د نوم سره مينه کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan