زبور 67 - Pakistani Yousafzai Pashtoاووۀ شپېتم زبور د شُکر ګزارۍ سرود د موسيقۍ د مشر دپاره: چې د رباب د تارونو سره وغږولے شو، د حمدوثناء يو زبور 1 خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى. 2 او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى. 3 اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى، او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى. 4 ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې، 5 ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه، ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى. 6 نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى، خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى. 7 خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى، او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society