زبور 64 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلور شپېتم زبور د دشمنانو د شر نه د حفاظت دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته. 2 ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه، ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه. 3 خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى، 4 هغوئ د پټ ځائ نه په بېګناه کس ګزارونه کوى. دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى. 5 په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى. او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى، په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟ 6 دوئ په بېاِنصافۍ سره منصوبې جوړوى، او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“ د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى. 7 خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى، او ناګهانه به دوئ زخمى کړى. 8 د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى، 9 او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى. 10 ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى او په هغۀ کښې دې پناه واخلى. او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society