زبور 63 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرې شپېتم زبور د حضرت داؤد يو زبور کله چې هغه د يهوداه په بيابان کښې وو زما ځان د خُدائ تږے دے 1 اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه. 2 تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے. 3 ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى. 4 ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم. 5 ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت، 6 زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم. 7 ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم. 8 ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم. 9 څوک چې کوشش کوى زما د وژلو، خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو. 10 په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو، او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو. 11 خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم، او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے، هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى، ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society