زبور 62 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه شپېتم زبور د خُدائ پاک په خلاصون باور کول د موسيقۍ د مشر يدوتون دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے. 2 هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے، او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے. 3 تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى. 4 دوئ صرف په دې سوچ کښې دى چې هغه د خپل عزت مقام نه راوغورزوى. دوئ له دروغ وئيل خوند ورکوى، په خولۀ خو دوئ برکت ورکوى، خو په زړۀ کښې دوئ لعنت کوى. 5 اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى. 6 هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے. 7 زما عزت او خلاصون د خُدائ له طرفه دے، هغه زما غټ ګټ او پناه ګاه دے. 8 اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے. 9 عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى. 10 چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى. 11 خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے، 12 او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بېشکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society