Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 61 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو شپېتم زبور د حفاظت دپاره د خُدائ پاک نه دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى

1 اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه.

2 د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

3 ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې، چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.

4 زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.

5 تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.

6 بادشاه له د عمر ورځې ډيرې کړه، د هغۀ عمر تر ډېرو نسلونو پورې زيات کړه.

7 هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.

8 نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم، چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan