زبور 60 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپېتم زبور د خلاصون دپاره دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، چې ښۀ دے د تعليم دپاره د هغه وخت په مطابق چې داؤد د آرامنهرين سره او آرامضوباه سره جنګ وکړو او يوآب راواپس شو او دولس زره ادوميان يې د مالګې په دره کښې ووژل او د هغه ساز سره به وغږولے شى چې ورته ”د ګواهۍ د لاله ګل“ وئيلے شى. 1 تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه. 2 تا په زمکه زلزله راوستله او هغه وشلېدله، ځکه چې ټوله خوځيږى چاؤدونه يې بند کړه. 3 تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې. 4 تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى. 5 په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه. 6 د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم. 7 جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده. 8 موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“ 9 خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟ 10 اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ. 11 د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د انسانانو مدد بېفائدې دے. 12 د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society