زبور 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم زبور د تکليف په وخت دُعا د سرود مشر دپاره: د اتۀ تاره رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور 1 اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې. 2 رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه. 3 په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟ 4 اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه، ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره. 5 څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟ 6 ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره. 7 سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره. 8 ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده. 9 د رحم دپاره سوال مې اورېدلے دے، مالِک خُدائ، دُعا زما يې قبوله کړې ده مالِک خُدائ. 10 يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان، راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بېعزتۍ سره. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society