زبور 58 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتۀ پنځوسم زبور د بدکارانو سزا د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو 1 بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟ تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟ 2 نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړَوئ، او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ. 3 د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بېلارې دى، او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى. 4 دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى، دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى، 5 د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى، کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى. 6 د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه، د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه. 7 لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى. 8 هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى، لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى. 9 خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى. 10 صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى. 11 او خلق به دا ووائى، ”بېشکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بېشکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society