Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 56 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږ پنځوسم زبور توکل په خُدائ پاک
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، طرز: لرې د څېړۍ په ونو کښې ناستې ګوګوشتکې. دا ښائسته سندره د هغه وخت متعلق ده کله چې فلستيانو هغه په جات کښې راګېر کړو.

1 اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى، ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.

2 زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى. ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.

3 خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.

4 کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم. نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟

5 زما دشمنان ټوله ورځ زما خبرې بدلوى، هر وخت هغوئ زما خلاف منصوبې جوړوى.

6 ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.

7 چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ، اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.

8 تۀ د ټولو تکليفونو نه خبر يې زما، اوښکې دې يو لوښى کښې راغونډې کړې دى زما، ټول د غم حساب دې په خپل کِتاب کښې ليکلے زما.

9 دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.

10 کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم. او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.

11 نو زۀ نۀ يرېږمه ځکه چې په خُدائ پاک باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟

12 اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،

13 تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan