زبور 55 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ پنځوسم زبور د دوستانو د خيانت په حقله دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى 1 اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما، ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما. 2 جواب راکړه او واوره زما. خپلو پرېشانو ډېر زورَولے يم، 3 زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى، او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى. 4 په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما، او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم. 5 يرې يم نيولے په لړزان يم، زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم. 6 کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے. 7 زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے. 8 ما به ځان دپاره په تېزۍ سره د پناه ځائ لټولے وے ترڅو چې زۀ دې سختو هواګانو طوفانونو نه امان کښې وے. 9 اے مالِکه خُدايه د بدکارو خبرې ګډې وډې کړه، ځکه زۀ په ښار کښې وينمه ظلم او جنګونه. 10 د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى، خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى. 11 تباهى يې د ښار په مينځ کښې ده، ډکې دى کوڅې د ظلم او دوکې نه. 12 کۀ چرې دشمن کوله بېعزتى زما، نو دا به برداشت کړے وے ما، کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما، نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما. 13 خو دا تۀ يې او انسان يې لکه زما، او ملګرے او نزدې دوست يې زما. 14 مونږ به د يو بل سره ښې خوږې خبرې کولې، او د خُدائ د کور په ګڼه کښې به يو ځائ ګرځېدلو. 15 زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے. 16 خو زۀ به خُدائ پاک ته آواز وکړم، او مالِک خُدائ به بچ کړى ما. 17 سحر، غرمه او ماښام به زۀ هغۀ ته خپل فريادونه وړاندې کوم، او هغه به واورى آواز زما. 18 هغه به مې په حفاظت سره بچ کوى، د هغه جنګ نه کوم چې زما په خلاف وى، کۀ څۀ هم چې ډېر خلق زما په ضد وى. 19 خُدائ پاک چې د ازل نه په تخت ناست دے، هغه به زما سوال واورى او هغوئ له به شکست ورکړى. کوم خلق چې خپلې لارې نۀ بدلوى، او د خُدائ پاک نه نۀ يريږى. 20 زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے. 21 د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى. 22 خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى. 23 خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society