Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 54 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلور پنځوسم زبور د دشمنانو نه د حفاظت دپاره دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د تاريزه سامان سره د حضرت داؤد يو نظم کله چې زيفت ساؤل له لاړو او وې وئيل، ”داؤد زمونږ سره پټ دے.“

1 په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه، په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.

2 دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه، د خولې خبرې زما واوره.

3 پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.

4 خو بې‌شکه خُدائ زما مددګار دے، او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.

5 زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى، او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.

6 زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم، ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

7 بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan