زبور 53 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرې پنځوسم زبور د انسان ګناه د موسيقۍ د مشر دپاره: د محلت په مطابق د حضرت داؤد يو نظم 1 کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى. 2 پاس د آسمانه خُدائ انسانانو ته ګورى، ګورى چې څوک شته چې وى هوښيار او د خُدائ لټون کوى. 3 خو ټول بېلارې شوى دى، او ټول يو شان خراب شوى دى. يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى. 4 ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى. 5 خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى. 6 څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل، کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society