زبور 52 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه پنځوسم زبور د بدکاره سړى اَنجام د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟ 2 ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده. 3 تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ، تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ. 4 تاسو دا خوښوئ چې په خپلو خبرو نور خلق تباه کړئ، تاسو دروغژن يئ. 5 خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى، 6 صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى، دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى، 7 ”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“ 8 خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم، زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم. 9 تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم، ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society