Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 51 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو پنځوسم زبور د معافۍ دُعا
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور. په هغه وخت کښې ليکلے شوے دے چې ناتن پېغمبر د حضرت داؤد سره د بت‌‌سبع د واقعې په حقله بحث وکړو.

1 د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.

2 ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.

3 زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.

4 ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.

5 ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.

6 نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.

7 تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.

8 ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.

9 زما د ګناهونو نه مخ واړوه، زما بدۍ ټولې صفا کړه.

10 پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه، په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.

11 ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.

12 ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه. او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.

13 نو زۀ به نافرمانو ته وښايم ستا حُکمونه، نو ګناه ګار به يو ځل بيا تا ته راوګرځى.

14 اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.

15 اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.

16 چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې، او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.

17 پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.

18 پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.

19 نو هلته به تا ته رښتينې قربانۍ پېش شى او ټولې سوزېدونکې نذرانې چې تۀ پرې خوشحاله شې، او ستا په قربان‌ګاه باندې به غوَيان تا ته وړاندې شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan