Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم زبور د حفاظت دُعا
د سرود مشر دپاره: د شپيلۍ ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

1 اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه، زما اسويلو ته توجو وکړه.

2 زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.

3 زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.

4 يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نۀ خوشحاليږى، بد کرداره به تا سره نۀ اوسيږى.

5 ستا په وړاندې مغرور خو ودرېدے نۀ شى، کوې کرکه د هغوئ نه چې بدکاره شى.

6 تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.

7 ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.

8 اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.

9 په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.

10 اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه، هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه. د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه، ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.

11 خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى، وائى سندرې تل تر تله بې‌غمۍ سره وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.

12 اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan