Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 49 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو کم پنځوسم زبور په مال دولت د يقين کولو کم عقلتوب
د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د بچو يو زبور

1 اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،

2 خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،

3 زما ژبه په حِکمت سره خبرې بيانوى، او د زړۀ بيان مې خلقو ته پوهه ورکوى.

4 زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه، د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه،

5 نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى، کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم.

6 دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى، او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى.

7 هيڅوک د چا د ژوند قيمت ورکولے نۀ شى، او نۀ خُدائ پاک له د هغۀ د سر کفاره ورکولے شى.

8 د ژوندون قيمت بې‌بها دے، د ژوندون دپاره هيڅ قيمت پوره نۀ دے.

9 چې هغه دې تر ابده ژوندے پاتې شى، او هيڅکله دې قبر ته لاړ نۀ شى.

10 نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بې‌وقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى

11 قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.

12 خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى، او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى.

13 دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى، او څوک چې د دوئ په لاره روان وى.

14 د ګډو د رمې په شان هسې به د مرګ کندې ته ګزار شى، چرته چې مرګ به د دوئ شپون وى. په سحر کښې به نېکان په دوئ حکومت کوى، د دوئ بدن به په قبر کښې ختم شى، او قبر به د دوئ کور شى.

15 خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى، ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى.

16 هيڅکله مۀ خفه کېږه کۀ يو سړے مالداره کيږى، او د چا د کور شان او شوکت چې زياتيږى.

17 ځکه چې کله هغه مړ شى د ځان سره به هيڅ څيز نۀ وړى، د هغۀ شان او شوکت به قبر ته د هغۀ سره نۀ ځى،

18 کله چې هغه ژوندے وو خپل ځان يې بختور ګڼلو، خلقو يې صِفتونه کول کله چې مالداره وو.

19 خو د خپل پلار او نيکۀ په شان دوئ به آخر مړۀ شى، نو کله به هم دوئ د ژوندون رڼا ونۀ وينى.

20 هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan