Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 48 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتۀ څلوېښتم زبور صيون د خُدائ ښار
يو سرود، د قورح د زامنو يو زبور

1 مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.

2 د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،

3 خُدائ په خپله د دې ښار په برجونو کښې موجود دے، او خپل ځان يې د ښار محافظ ښودلے دے.

4 وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول، او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.

5 هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول، ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.

6 هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان، څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.

7 لکه د ترسيس د بحرى بيړو په شان تا هغوئ تباه کړل، د زورَور مشرقى بادونو په زور دې تس نس کړل.

8 لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل، زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې، خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.

9 اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو، او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.

10 اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.

11 د صيون د غرۀ خلق دې خوشحالى وکړى، او د يهوداه ټول ښارونه دې خوشحالى وکړى دا ټول دې ستا د عدالت په وجه خوشحالى وکړى.

12 صيون ته لاړ شئ او ګېرچاپېره ترې نه وګرځئ، او برجونه يې وشمېرئ،

13 دېوالونو ته يې وګورئ او په محلونو يې نظر واچوئ، ترڅو تاسو د هغې نه خپل آئنده نسلونه خبر کړئ.

14 ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan