زبور 47 - Pakistani Yousafzai Pashtoاووۀ څلوېښتم زبور مالِک خُدائ د ټولې دُنيا بادشاه دے د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو 1 اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ. 2 مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے، هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے. 3 هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل. 4 مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله، په کومه چې يعقوب فخر کولو او د هغه چا سره چې خُدائ مينه کوله. 5 خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى، چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى. 6 د خُدائ پاک ثناء صِفت کوئ ثنا يې ووايئ، زمونږ بادشاه ته سندرې او ثناء صِفت وکړئ. 7 ځکه خُدائ پاک په ټوله زمکه بادشاه دے، هغۀ ته د ثناء حمد، زبور ووايئ. 8 خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى. 9 د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society