Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 46 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږ څلوېښتم زبور خُدائ پاک زمونږ زور او ګټ دے
د موسيقۍ مشر دپاره: يو سرود د قورح د زامنو چې به په خوږ آواز سره وئيلے شى

1 خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.

2 نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.

3 او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى، او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.

4 يو بل درياب دے چې نِهرونه يې د خُدائ پاک ښار خوشحالوى، او د خُدائ تعالىٰ مقدس کور خوشحالوى.

5 او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى، او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.

6 قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.

7 ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،

8 راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ، هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.

9 هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.

10 ”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“

11 ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan