Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 45 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځۀ څلوېښتم زبور د شاهى وادۀ سندره
د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د اولاد نه د مينې سرود کوم چې د لاله د ګل په ساز کښې وغږولے شو

1 زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.

2 په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.

3 خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.

4 په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره، چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده

5 ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.

6 اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.

7 تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې، نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې. او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.

8 ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.

9 ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى، د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.

10 اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه، د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.

11 ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.

12 تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.

13 شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى، د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.

14 د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.

15 خاندى خوشحاليږى راروانې دى، او د بادشاه محل ته رادننه شى.

16 ستا زامن به د خپل پلار نيکۀ په شان بادشاهان جوړ شى، تۀ به هغوئ په ډېرو مُلکونو حکمرانان جوړ کړې.

17 نسل در نسل به زۀ ستا نوم د عزت قابل کړم، نو قومونه به تر ابده پورې ستا ثناء خوان وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan