Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 41 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو څلوېښتم زبور د رحم دپاره د يو بيمار درخواست
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

1 بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.

2 مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى، هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.

3 مالِک خُدائ به يې په بيمارۍ کښې خيال ساتى او هغه به يې د بيمارۍ د کټ نه روغ رمټ کړى.

4 ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه ما له شفا راکړه، ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“

5 زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى، او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“

6 هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى، او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى، او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.

7 زما دشمنان ټول زما خلاف خبرې کوى، هغوئ زما خلاف بد سوچونه کوى،

8 او دوئ وائى چې، ”په سخت رنځ پروت دے او د بيا پاڅېدو امکان يې د ‎دې رنځ نه نشته دے.“

9 تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،

10 خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه، چې د هغوئ نه خپله بدله واخلم، ما دوباره روغ کړه.

11 چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم، تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.

12 تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.

13 مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan