زبور 40 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلوېښتم زبور د ثناء صِفت سرود د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو. 2 هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم. 3 هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى. 4 هغه سړے به بختور وى د چا چې ايمان په مالِک خُدائ وى، څوک چې مغرورانو ته رجوع نۀ کوى، د هغه کبرژنو څوک چې د بُتانو په وجه ګمراه شوى دى. 5 اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى. 6 تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې. 7 ما درته ووئيل چې، ”ګوره زۀ حاضر يم، لکه څنګه چې په تورات کښې ليکلے شوى دى نو هغه وکړم. 8 پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“ 9 ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو، 10 ما په زړۀ کښې ستا د خلاصون خبره پټه نۀ کړه، هر ځائ کښې مې ستا د وفادارۍ او خلاصون خبره وکړه. ما ستا د ابدى مينې او وفادارۍ خبره په لوئ جماعت کښې وکړه. 11 مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى. 12 خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم. 13 ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه. 14 څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى. 15 هغوئ دې ټول په شرم وشرميږى، څوک چې راپورې خندا کوى او ما پورې لګيږى. 16 څوک چې ستا په لټون شى هغوئ دې ټول تا سره خوشحاله شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى او دوئ دې تل دا وائى چې، ”مالِک خُدائ لوئ دے.“ 17 بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society