زبور 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم زبور د ماښام دُعا د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور 1 نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره. 2 اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟ 3 په دې باندې خبر شئ چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى، زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى. 4 د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ. 5 خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ. 6 ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“ 7 تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى. 8 زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society