زبور 39 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم څلوېښتم زبور د يو دردمند د ګناه اقرار يدوتون د موسيقۍ مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور 1 ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“ 2 زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله، په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله. 3 زما د زړۀ پرېشانى او غم زياتېدلو. ما چې څومره سوچ کولو، نو دومره مې غم زياتېدو، خو آخر هم ما د خپل ځان سره ووئيل، 4 ”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه، ما ته وښايه چې څومره فانى يم. 5 تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده. 6 هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى. 7 خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم. 8 زما د سرکشۍ نه ما بچ کړه، ما د کم عقلو د خندا مۀ جوړوه. 9 زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو. 10 خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم. 11 تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده، 12 اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم. 13 ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم، د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society