زبور 36 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږ دېرشم زبور د انسان بدکارى او د خُدائ ښېګړه د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د مالِک خُدائ خِدمتګار 1 د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى. 2 هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى. 3 دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى. 4 تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى. 5 مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى. 6 ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو. 7 خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى. 8 معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور. 9 خو تۀ د ژوندون سرچينه يې، په کوم نُور چې مونږ ليدل کوُو تۀ هغه نُور يې. 10 خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى. 11 مۀ پرېږده چې ما د پښو لاندې کړى مغروران، مۀ پرېږده چې ما وشړى بدکاران. 12 ګوره، هغوئ چې بد کوى او بدکاران دى څنګه راوغورزېدل، د بيا پاڅېدو نۀ دى سر د لاندې راوغورزېدل. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society