زبور 34 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلور دېرشم زبور د خُدائ د نېکۍ په حقله ثناء صِفت د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې هغه د ابىمَلِک په وړاندې چا چې هغه د مُلک نه شړلے وو خپل ځان داسې جوړ کړو لکه چې ليونے وى 1 هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم. 2 په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى. 3 راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ. 4 نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم. 5 څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى. 6 مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم. 7 د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى. 8 د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، 9 اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. 10 د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى، 11 راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم. 12 په تاسو کښې څوک داسې شته چې ډېر اوږد عمر غواړى ښې او نېک بختې ورځې ليدل غواړى، 13 نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ. 14 ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ. 15 د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. 16 خو مالِک خُدائ د هغوئ خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى، او د هغوئ نام و نشان د زمکې د مخ نه ورَکَوى. 17 نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى. 18 مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بېحوصلې وى. 19 کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى. 20 نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى. 21 بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى. 22 خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society