زبور 32 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه دېرشم زبور د ګناه اقرار او معاف کېدل د حضرت داؤد يو زبور 1 بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه. 2 نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى. 3 خو چې کله ما خپله ګناه پټوله، نو زما بدن کمزورے کېدلو او ټوله ورځ هډوکو به مې درد کولو. 4 هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما. 5 نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه. 6 نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه. 7 تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم. 8 مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم. 9 د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى. 10 بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى. 11 نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society