زبور 30 - Pakistani Yousafzai Pashtoدېرشم زبور د شُکر ګزارۍ دُعا د حضرت داؤد يو زبور، د خُدائ پاک د کور د وقف کېدلو دپاره يو سرود 1 اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم. 2 اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله. 3 اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم، تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم. 4 اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ، د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ. 5 ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى. 6 کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل، ”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“ 7 اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران. 8 اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل، 9 ”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟ 10 اے مالِکه خُدايه، رحم په ما وکړه سوال مې واوره، اے مالِکه خُدايه، زما مددګار شه.“ 11 تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو، 12 نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society