Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم زبور د مدد دپاره د سحر دُعا
د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې حضرت داؤد د خپل زوئ ابى‌سلوم نه وتښتېدو

1 اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.

2 ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

3 تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې، تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،

4 کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.

5 چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم، ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.

6 يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.

7 مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.

8 خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan