زبور 29 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم دېرشم زبور په طوفان کښې د مالِک خُدائ آواز د حضرت داؤد يو زبور 1 اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ. 2 د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ. 3 آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان، د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان. 4 آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے، د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے. 5 د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى، د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى. 6 هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان، هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان. 7 د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان. 8 د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى، د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى. 9 د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“ 10 مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى، مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى. 11 طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ، د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society