Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

زبور 28 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتۀويشتم زبور د مدد دپاره دُعا
د حضرت داؤد يو زبور

1 زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.

2 زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.

3 ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.

4 هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم ‎چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.

5 ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د کارونو نه بې‌پرواه دى او د هغۀ د لاسونو کړې کارونه نۀ وينى، هغه به هغوئ ښکته راګزار کړى، او هيڅکله به بيا آباد نۀ شى.

6 ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله.

7 مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.

8 مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى، هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.

9 بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه، شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan