زبور 27 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوويشتم زبور په مالِک خُدائ د توکل سندره د حضرت داؤد يو زبور 1 مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟ 2 چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان. 3 هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم. 4 د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم. 5 خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى. 6 نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم. 7 اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه. 8 کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“ نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“ 9 خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ. 10 کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى، خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى. 11 اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه. 12 ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى. 13 زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم. 14 نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society